د افغانستان سفیر د پاکستان د پوځ له قومندان سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i1486-د_افغانستان_سفیر_د_پاکستان_د_پوځ_له_قومندان_سره_وکتل
د پاکستان لپاره د افغانستان ټاکل شوی سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره ملاقات وکړ او د دواړو هیوادونو د ګډې پولې د امنیت په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2016 18:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان سفیر د پاکستان د پوځ له قومندان سره وکتل

د پاکستان لپاره د افغانستان ټاکل شوی سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره ملاقات وکړ او د دواړو هیوادونو د ګډې پولې د امنیت په هکله یې د نظر تبادله وکړه.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلی چې د پاکستان لخوا د افغانستان منتخب سفیر حضرت عمر زاخیلوال نن په راولپنډۍ کښې د پاکستان د ځمکنی پوځ له قومندان جنرال راحیل شریف سره ملاقات وکړ. په دغه کتنه کښې د پاک افغان کډې پولې د امنیت د ښه کولو په اړه اقداماتو په شمول د ګډو ګټو په چارو باندې خبرې اترې وشوې.