له صهیونیسټ رژيم سره دې پوځي مرستې سملاسی بندې شي
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر ووئیل، په غزې تړانګې کې د دو هم نړیوال جنګ له وخت راهسې د ترټولو وحشي ډوله جنایتونو شاهدان یوو.
د پاکستان خارجه وزیر د صهیونیسټي رژيم لپاره د پوځي مرستو او وسلو او تجهیزاتو د لیږد د فوری دریدا غوښتنه وکړه.
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ، د پاکستان مرستیال وزیراعظم او خارجه وزیر محمد اسحاق ډار په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ، د اسرائيلو رژيم ته دې ټوله پوځي مرستې ودرول شي.هغه همداراز پخپلو څرګندونو کې په غزې تړانګې کې د بیا رغونې لپاره د هراړخیز پلان د برابرولو وړاندیز هم مطرح کړ.
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر ووئیل، د بیخ بینائي تاسیساتو د ویجاړیدا او د لوږې د وسلې د کارولو له لارې په غزې کې د نړیوالو انسانی قوانینو د خلاف ورزۍ شاهدان یوو.
اسحاق ډار ټینګار وکړ،په غزې د اسرائيلو تیري په سخته محکوموو او د فلسطین دملت ترڅنګ دریږو.
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر ووئیل، په غزې تړانګې کې د دو هم نړیوال جنګ له وخت راهسې د ترټولو وحشي ډوله جنایتونو شاهدان یوو.