د پاکستان سمندری ځواک څو توغندي په بریالیتوب سره وآزمویل
د پاکستان دپوځ د آئي ایس پي آر داعلامیې په اساس،د سمندری ځواک له مځکې په هوا کې ویشتونکي دفاعي سسټة ، د ا یف این -۶ په نامې سره له مځکې په هوا ویشتونکي څو توغندي په بریالیتوب سره وآزمویل او په فضا کې ئې ټاکلي ټارګټونه په ټکه تباه کړل.
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی ، د پاکستان سمندري ځواک د ایف این -۶ په نامې سره څو نوي توغندی په بریالیتوب سره وآزمویل.
په راپور کې وئيل شوي د پاکستان دپوځ د آئي ایس پي آر داعلامیې په اساس،د سمندری ځواک له مځکې په هوا کې ویشتونکي دفاعي سسټة ، د ا یف این -۶ په نامې سره له مځکې په هوا ویشتونکي څو توغندي په بریالیتوب سره وآزمویل او په فضا کې ئې ټاکلي ټارګټونه په ټکه تباه کړل.
پاکستان دځپل دفاعي او پو ځي توان دزیاتولو په موخې سره تل هڅه کوي څو د توغندوي او دفاعي توانمنیو په زمینې کې له خپل دودیز اوګاونډي هندوستان حخه وروسته پات نشي.
د پاکستان دساحلي ځواک قوماندان امیر البحر راجه رب نواز چې په دغو دستورو کې ئې شتون درلود ووئیل، دپاکستان سمندری ځواک د خپلو سمندري پولو ددفاع لپاره هره شیبه تیار ددغه هیواد په سمندري حدودو هر ډول تیریو ته د فوری ځواب ورکولو توان لري.
پاکستان سږکال د غواي یا ثور د میاشتې په وروستیو کې د فتح – ۲ ډوله ماډرن توغندوي سسټم چې د هرډول توغندوي دفاعي سسټم د ناکامولو جوګه دی په بریالیتوب سره ازموئیلی دی.