خیبر پښتونخوا کې چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
Jul 05, 2024 12:09 Asia/Kabul
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت په مردان سیمه کې د یوې چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دغه پېښه د مردان په جلاله سیمه کې د ځای پر خای شويو چاودیدونکو توکو له امله د پولیسو په موټر رامنځته شوې چې د پېښې قربانیانو کې ماشومان او میرمنې هم شاملي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغه پېښه ترهګریزه بللې او د پولیسو له لورې د پلټنې خبر ورکړی.
تر دې دمه کومې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه