د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې مسؤلینو پاکستاني چارواکو سره لیدنه!
(last modified Tue, 09 Jul 2024 09:49:34 GMT )
Jul 09, 2024 14:19 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې مسؤلینو پاکستاني چارواکو سره لیدنه!

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپ ګرانډي د دغه هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

ویل کېږي چې ګراندي له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.

په پاکستان کې د یو ان اېچ سي آر ویاند قیصر افریدي ویلي، چې د غونډو په جریان کې، د پاکستان حکومت د کډوالو د مسلو د حل لپاره د لا زیاتو نړیوالو مرستو په اړتیا ټینګار کړی.

ګرانډي پاکستاني چارواکو ته دا یادونه هم کړې چې راستنیدنه باید په خپله خوښه او له کوم فشار پرته وي.

ګرانډي یوه ورځ مخکې له یو شمېر افغان کډوالو او د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو له مرستیال امیر سره هم کتلي و.

په همدې حال کې د سرپرست حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت هم پر د یو ان اېچ سي آر غږ کړی چې له کوربه هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.