د پاکستان دپوځ لوی درستیز په ماسکوکې له روسي  چارواکوسره کتنې کړي  
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i150200-د_پاکستان_دپوځ_لوی_درستیز_په_ماسکوکې_له_روسي_چارواکوسره_کتنې_کړي
په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ  او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو  هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.  
(last modified 2024-07-11T01:35:08+00:00 )
Jul 11, 2024 06:02 Asia/Kabul
  •  د پاکستان دپوځ لوی درستیز په ماسکوکې له روسي  چارواکوسره کتنې کړي  

په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ  او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو  هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.  

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د پاکستان دپوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد د روسیې په رسمی سفر ماسکو ته تللی  او ددغه هیواد دپوځ له لوړپوړو چارواکو او دفاع وزیر سره ئې کتنه اوخبرې اترې کړي ددي.

د پاکستان دپوځ  د آئي ایس پی آر ادارې په اعلامیې کې وئيل شوي دي،دپوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد مرزا  په دغه سفر کې د روسې له مرستیال دفاع وزیر د امنیتي شورا له منشي  او د پوځ له لوړپوړو چارواکو سره  کتنه او د دوو اړخیزو پوځي اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب ئې خبرې اترې کړي دي.

په اعلامیې کې وئيل شوي دي،په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ  او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو  هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.