د پاکستان دپوځ لوی درستیز په ماسکوکې له روسي چارواکوسره کتنې کړي
په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.
زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د پاکستان دپوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد د روسیې په رسمی سفر ماسکو ته تللی او ددغه هیواد دپوځ له لوړپوړو چارواکو او دفاع وزیر سره ئې کتنه اوخبرې اترې کړي ددي.
د پاکستان دپوځ د آئي ایس پی آر ادارې په اعلامیې کې وئيل شوي دي،دپوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد مرزا په دغه سفر کې د روسې له مرستیال دفاع وزیر د امنیتي شورا له منشي او د پوځ له لوړپوړو چارواکو سره کتنه او د دوو اړخیزو پوځي اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب ئې خبرې اترې کړي دي.
په اعلامیې کې وئيل شوي دي،په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.