د پاکستان وزیراعظم د اسماعیل هنیه وژله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i150916-د_پاکستان_وزیراعظم_د_اسماعیل_هنیه_وژله_وغندله
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژله په نړۍ کښې د وحشي توب یو ډیر بد مثال وباله.
(last modified 2024-08-03T02:50:24+00:00 )
Aug 03, 2024 07:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم د اسماعیل هنیه وژله وغندله

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژله په نړۍ کښې د وحشي توب یو ډیر بد مثال وباله.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د خپلې کابینې د غړو په ټول کښې په خبرو کښې، د حماس د مشر اسماعیل هنیه په وژلې باندې په څرګندې نیوکې سره وویل: اسماعیل هنیه په تهران کښې په ډیر بد وحشیانه اقدام کښې په شهادت ورسید.

شهباز شریف دې ته په اشارې سره چې په فلسطین کښې ډیره بده ویرانګري په شواروزي توګه روانه ده چې په دې لړ کښې باید نړیوال ضمیر راویښ شي او هغوي د فلسطین د وضعیت په هکله اقدام وکړي، په تهران کښې د چهارشنبې د شپې پيښه له سرحدونو بهر یوه وژله او په توغندي سره د اسماعیل هنیه شهیدول، د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول وبلل.

هغه وویل چې له نړیوالو ارګانونو غواړي چې په سیمه کښې د صلحې او ثبات رامینځته کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.