یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه  جانشین شو
(last modified Wed, 07 Aug 2024 02:52:49 GMT )
Aug 07, 2024 07:22 Asia/Kabul
  • یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه  جانشین شو

د فلسطین د اسلامی  مقاومتي غورځنګ حماس  په اعلامیې کې د شهید  اسماعیل هنیّه د جانشین او ددغه غورځنګ دسیاسی  دفتر د نوي مشر په توګه د یحیی السنوار د ټاکل کیدا خبر ورکړی دی.


زمونږ خبریال د ا یکنانیوز له قوله راپور راکړ، د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ  حماس په نهایت کې له څو ورځو مشورو وروسته پرون په یوې اعلامیې کې اعلان کړی چې یحیی سنوار ددغه غورځنګ د سیاسی دفتر د نوي مشر او د شهید اسماعیل هنیّه  دجانشین په توګه ټاکل شوی دی.

یحیی السنوار یو هغه فلسطینی پوځي قوماندان دی چې په غزې تړانګې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ د کار له پیلیدا راهسې د حماس غورځنګ له پوځي برخې عزالدین قسام  کنډکونو سره یو ځای شوی  او اوس ئې  یو مشر دی.

السنوار د هغه رول په دلیل چې په کمانډوئي  عملیاتو کې ئې لري، د صهیونیسټي وحشي رژيم د ترور په لیسټ کې یو ترټولو زیات تعقیبیدونکی  کس حسابیږي.

یحیی ابراهیم  حسن  السنوار  د ۱۹۷۵کال د ستمبر په شپاړسمه نیټه د غزې تړانګې په جنوب کې په خان یونس ښار کې د کډوالو په کیمپ کې زیږیدلی او تراوسه پورې د خپل ټاټوبی د بیرته اخستو په تکل کې د فلسطین د مظلوم ولس د سترګو ت ور  ګرځیدلی دی.