افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۴ سلنه زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i151104-افغانستان_ته_د_پاکستان_په_صادراتو_کې_۴_سلنه_زیاتوالی
د پاکستان دولتي بانک افغانستان ته د دغه هیواد د صادراتو د څلور سلنه زیاتېدو خبر ورکړ.
(last modified 2024-08-07T09:15:24+00:00 )
Aug 07, 2024 13:43 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۴ سلنه زیاتوالی

د پاکستان دولتي بانک افغانستان ته د دغه هیواد د صادراتو د څلور سلنه زیاتېدو خبر ورکړ.

د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې د پاکستان دولتی بانک وویل:  افغانستان ته د پاکستان د صادراتو اندازه په تېر کال کې څلور دېرش میلیونه شپږ لکه اوه پنځوس زره ډالره وه چې په روان کې کې د څلور اعشاریه یو دوه فیصده په زیاتېدو سره، له  ۵۲۲ میلیونو څخه ۵۴۴ میلیونو ډلارو ته رسېدلې ده.

 دغه بانک زیاته کړه: نوروهیوادونو ته د پاکستان صادرات په کال کې یوولس اعشاریه پینځه درې فیصده زیات شوي او تر ۳۱ میلیاردو ډالرو اوښتي دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبان همیشه ادعا کوي چې د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د  افغاني سامانونو د صادرات او تجارت لپاره یې اسانتیاوې رامینځته کړي او د افغانستان د صادراتو بهېر د تېر کال په پرتله ښه شوی دی.

 له بلې خوا افغان ښاریز په هیواد کې د فقر او بېکارۍ په زیاتېدو په نیوکې سره وایي چې قدرت ته د طالبانو له ستنېدو وروسته ډېرې صنعتي کارخانې له کاره لویدلي او د هغوي لپاره د کار زمینه محدوده شوې ده.

دوي وایي چې د هیواد د تجارت په انډول کې اندیښمنوونکی فرق په هیواد کې فقر او بیکاري زیاتوي او هغوي د یوې ګولۍ مړۍ پېدا کولو ته لا محتاجوي.

 د ویلو ده چې د نړیوال بانک د وروستي راپور سره سم پاکستان ته د افغانستان د صادراتو له ۱۹ فیصده کمي سره سره، پاکستان  هماغه راز د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي  هیواد دی.

افغانستان د خپل ضرورت اتلس فیصده سامان له پاکستانه واردوي او نور له ایران، چین او متحده عربي اماراتو تامینوی.