پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز نیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i151146-پیښور_کښې_د_افغانستان_شپږ_ښاریز_نیول_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای(FIA) وویل دوې په پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز چې د پاکستان جعلي سندونه یې جوړول نیولي دي.
(last modified 2024-08-08T05:41:41+00:00 )
Aug 08, 2024 10:09 Asia/Kabul
  • پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز نیول شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای(FIA) وویل دوې په پیښور کښې د افغانستان شپږ ښاریز چې د پاکستان جعلي سندونه یې جوړول نیولي دي.

د افغانستان یو ښاریز نجیب الله  په تورخم سرحدي لاره کښې چې افغانستان او پاکستان له یوبل سره ګنډي نیول شوی او له هغه  د پاکستان شناختي کارډ او د افغانستان تذکره کشف شوي  او پینځه نور کسان هم  په پیښور کښې له یوه هاسټل یعني لیلیې څخه نیول شوي دي.

د پاکستان ایف ايي ای استخباراتي ادارې وویل د افغانستان ښاریز نجیب الله د بلوچستان له چمن سرحدي لارې پاکستان ته ورغلی او هغه وروسته د یوه مولوي په وسیله د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ جوړ کړ.

ایف ايي ای پینځه نور افغانان چې د پاکستان جعلي اسناد ورسره وو د نجیب الله د ورکړل شویو اطلاعاتو پراساس د پیښور له عثمانیه هاسټل څخه ونیول.

له نیول شویو افغانانو څخه د پاکستان بیلابیل شناختي کارډونه او پاسپورټونه او د افغانستان تذکرې کشف شوي.

د افغانستان نیول شویو ښاریزو پلان درلود چې د پاکستان د اسنادو په کارولو سره د کابل له لارې سعودي عربستان ته لاړ شي.