د اسلامی ایران په ایجنډا کې د سیاست دروازې خلاصې دي
(last modified Fri, 09 Aug 2024 00:53:31 GMT )
Aug 09, 2024 05:23 Asia/Kabul
  • د اسلامی ایران په ایجنډا کې د سیاست دروازې خلاصې دي

د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر و،ئيل، لویدیځي هیوادونه په داسې حال کې  ایران  د ایټمي صنعت د چارو په پټَوَلو تورنوي  چې د سیاست پرانیستې دروازې هروخت د ایران د اسلامی جمهوریت په ایجنډا کې شاملې دي.

ایرناخبری اژانس راپو رورکړی، د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی  پرون د ؛سلامتیا په نظام کې د  ایټمي ټيکنالوجۍ د رول او کارندوالي ؛په نامې سره په ملی سمینار کې  ددې خبرې په کولو سره چې  لویدیځ د ایران د ایټمي صنعت د پرمختګ مخالف دی ووئیل؛ همدااوس  په ایران کې شپيته  ریډیو ایکټیؤ درمل تولیديږي او  شل نور ریډیو ایکټیؤ  درمل د  کلینیکل ټیسټونو په مرحلې کې دي.

محمد اسلامی  همدرااز په غزې تړانګې کې  د فلسطین د بې دفاع  خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم  د بې مخینې جنایتونو په بیانولو سره ووئيل؛په غزې کې د صهیونزم  د جرم او جنایت  لمن پراخیدا او د  رسندوئي ځپنې وجود، د نړۍ غوږونو ته رسیدلی او فلسطین  د دینا په لومړنۍ مسئلې بدل شوی دی.

 د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر ووئیل،  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم له خوا  دغزې تړانګې  له میاشتو میاشتو بمباریو او کلابندۍ وروسته دغه رژيم خپلې هیڅ یوې سپيرې موخې ته نه دی رسیدلی