پاکستان او افغانستان کښې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونه ورکول کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی راتلونکي میاشت به پاکستان او افغانستان کښې ماشومانو ته د پولیو یعني د ګوزڼ واکسینونه ورکړل شي.
د پاکستان چارواکي وايي چې د افغانستان او د پاکستان په سرحدونو کښې د خلکو تګ راتګ په بلوچستان صوبې کښې د پولیو د لسګونو موردونو د موندل کیدا سبب دی.
پاکستان او افغانستان په دنیا کښې یوازني دوه هیوادونه دي چیرې چې اوس هم د ماشومانو د ګوزڼ یعني پولیو ناروغۍ شته.
د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهسې پاکستان کښې تراوسه د پولیو ناروغۍ د شپاړسو موردونو د پیدا کیدا راپورورنه ورکړل شوي دي چې دولس موردونه یې په بلوچستان صوبې کښې وو.
د پاکستان بلوچستان صوبه د افغانستان له پینځو ولایتونو سره سرحدونه لري.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د بیړنیو عملیاتو مرکزي غږملونکي انعام الحق قریشي پرون په یوه خبري کانفرنس کښې وویل په ټول هیواد کښې به د پولیو د واکسینونونو ځانګړی کمپاین د سپتمبر د میاشتې په نهمه نیټه پیل شي.
هغه وویل د پاکستان د بلوچستان صوبې په شپږدیرشو سیمو کښې به ماشومانو ته د ګوزڼ واکسینونه ورکړل شي او په همدې ورځ به په افغانستان کښې هم د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.
انعام الحق وویل چې د پاکستان چارواکي د پولیو ویروس په هکله د غږملتیا لپاره په قندهار ولایت کښې د افغانستان له چارواکو سره په تماس کښې دي.
د پاکستان چارواکي انعام الحق قریشي وویل چې روان کال په بلوچستان صوبې کښې د دولسو ماشومانو چې د پولیو ویروس یې درلود درملنه وشوه او درې پکښې مړه هم شول.
هغه وویل دغه چاره ښودنه کوي چې پولیو یو وژونکي ویروس دی.