پاکستان د ایران څلورم سوداګریز شریک دی
د ایران ګمرک اداره وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ایران د صادراتو او وارداتو د احصائیو له مخې، پاکستان له اماراتو، ترکیې او عراق وروسته د ایران څلورم سوداګریز ملګری دی.
د صدا او سیما خبري اژانس د ایران د ګمرکونو ادارې له قوله خبر ورکړی چې، د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو حجم له یو میلیارد ډالرو څخه زیات اعلان شوی دی.
د پاکستان د پنجاب صوبې د صنعت او سوداګرۍ وزیر چوهدري شفیع حسین په لاهور کې د ایران له قونسل جنرال مهران محدفر سره په کتنه کې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا د پاکستان له لومړیتوبونو څخه ده او په دې لړ کې په بېلا بېلو برخو کې د ایراني سوداګرو د پانګونې د اسانتیاو او همداراز د پاکستان د صنعتی تاسیساتو په پراختیا کې د ګډون په لټه کې یو.
د ۲۰۲۴ کال په اپریل میاشت کې اسلام اباد ته د ایران د پخواني ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي د سفر پر مهال، ایران او پاکستان د کال د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ.
د ایران ولسمشر "مسعود پزشکیان" په دې وروستیو کې له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا د سیاست پر دوام ټینګار وکړ.
هغه له ګاونډیانو سره د سوداګرۍ د حجم د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د ایران او پاکستان د دوو ګاونډیو هیوادونو اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ په څیر اوږد ژوند لري او په وروستیو کلونو کې د تهران او اسلام آباد اړیکې په بیلابیلو برخو کې د ودې په حال کې دي.