پاکستان د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان وراچوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152130-پاکستان_د_خپلو_ناکامیو_پړه_په_افغانستان_وراچوي
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د کابل په وړاندې د دغه هیواد د حکومت سیاستونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.
(last modified 2024-09-07T06:48:49+00:00 )
Sep 07, 2024 11:16 Asia/Kabul
  • پاکستان د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان وراچوي

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د کابل په وړاندې د دغه هیواد د حکومت سیاستونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر یو ځل بیا د کابل په وړاندې د دغه هیواد د حکومت سیاستونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې اسلام اباد غواړي د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان واچوي.

مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې په پاکستان کې د نا امنۍ ښکاره لامل څرګند دی، هغه د وسله والو ځواکونو او د اسلام آباد د حکومت ناکامي ده او باید په افغانستان کې د طالبانو په حکومت پورې ونه تړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي تل په افغانستان کې پر طالبانو تور لګوي چې د دغه هېواد د وسله والو مخالفانو لکه تحریک طالبان پاکستان چې د ټي ټي پي په نوم یادیږي، ملاتړ کوي.

خوکابل دا تورونه بې اساسه بولي او په پاکستان کې نا امني د دغه هېواد داخلي مسله بولي.