د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته له سفر مخکې بریتانیا ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152566-د_پاکستان_لومړی_وزیر_امریکا_ته_له_سفر_مخکې_بریتانیا_ته_لاړ
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته له سفر مخکې د لنډې مودې لپاره د بریتانیا پلازمېنې لندن ته رسېدلی دی.
(last modified 2024-09-22T07:51:20+00:00 )
Sep 22, 2024 12:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته له سفر مخکې بریتانیا ته لاړ

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته له سفر مخکې د لنډې مودې لپاره د بریتانیا پلازمېنې لندن ته رسېدلی دی.

اج‌نیوز  نن  لیکلي چې شهباز شریف به دوه ورځې په لندن کې پاتې شي.

ټاکل شوې د پاکستان لومړی وزیر عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار به د ډیپلوماټیکو تعاملاتو او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته د چمتووالي له کبله نیویارک ته سفر ونه کړي.

ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازی منير اکرم امريکايي رسنيو ته ويلي چې لا څرګنده نه ده چې د شهباز شريف او د امريکا ولسمشر جو بایډن ترمنځ رسمي ليدنه د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه وشي.

ویل کېږي چې د پاکستان لومړی وزیر به د ملګرو ملتونو له سرمنشي او نورو هېوادونو له مشرانو سره وویني.