داعش، پاکستاني طالبان او القاعده په افغانستان کې شتون لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i152700-داعش_پاکستاني_طالبان_او_القاعده_په_افغانستان_کې_شتون_لري
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش، پاکستاني طالبانو او القاعدې په ګډون، ګڼې ترهګرې ډلې شتون لري.
(last modified 2024-09-28T01:07:42+00:00 )
Sep 28, 2024 05:35 Asia/Kabul
  • داعش، پاکستاني طالبان او القاعده په افغانستان کې شتون لري

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش، پاکستاني طالبانو او القاعدې په ګډون، ګڼې ترهګرې ډلې شتون لري.

هغه همدارنګه له طالبانو غوښتي چې له ترهګرۍ په ځانګړې توګه په پاکستان کې د مرګونو بریدونو له ترسره کوونکو سره مبارزه وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر همداراز په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې طالبان باید د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون، د بشري حقونو درناوی وکړي.