یوه هندوپنډت بیا د اسلام او پیغمبر اکرم(ص)سپکاوی وکړ
(last modified Mon, 07 Oct 2024 01:50:59 GMT )
Oct 07, 2024 06:20 Asia/Kabul
  • یوه هندوپنډت بیا د اسلام او پیغمبر اکرم(ص)سپکاوی وکړ

د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې  یوه هندو پنډت د اسلام او  د اسلام  د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) سپکاوی وکړ.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  دهندوستان په اوترپردیش صوبې کې  یوه هندو پنډت یاتي نارسینګانند په سپین سترګیتوب سره  د اسلام  او د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد (ص) سپکاوی وکړ چې سخت غبرګونونه ئې راپارولي دي.

 داپه داسې حال کې دي چې دغه هندو پنډت په تکرار سره ، د هندوستان د مسلمانانو په ضد په درز اچونکو او سپکو  څرګندونو  سره،  له ډیرو شکایتونو او اعتراضونو سره مخ شوی دی، چې د  هند دواکمن افراط پال ګوند بی جې پي  د سیاستونو له امله ورباندې هیڅ  اغیزې نه دي شوی .

هغه پخپلو وروستیو  سپکو څرګندونو کې وئيلي دي، که ټاکل شوي وي، په ؛دوسیره ؛ جشنوارې کې  کومه مجسمه وسوځول شي، نو  د محمد مجسمه وسوزوئ.

له ډيرو شکایتونو سره سره ، دغه  افراطي هندو پنډت هماغه راز خپلو نفرت خورونکو  څرګندونو ته دوام ورکوي او د هغه په ضد پولیس هیڅ ډول اقدام نه کوي.

دا دوهم ځل دی  چې په تیرو دوو میاشتو کې په هندوستان کې د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) سپکاوی کیږي.په تیر اګست میاشت کې هم د رام ګیری په نامې سره یوه بل افراطي هندو پنډت په مهاراشټر کې په یوې عمومی وینا کې دحضرت محمد(ص)سپکاوی کړی ؤ.