یوه هندوپنډت بیا د اسلام او پیغمبر اکرم(ص)سپکاوی وکړ
د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې یوه هندو پنډت د اسلام او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) سپکاوی وکړ.
زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، دهندوستان په اوترپردیش صوبې کې یوه هندو پنډت یاتي نارسینګانند په سپین سترګیتوب سره د اسلام او د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد (ص) سپکاوی وکړ چې سخت غبرګونونه ئې راپارولي دي.
داپه داسې حال کې دي چې دغه هندو پنډت په تکرار سره ، د هندوستان د مسلمانانو په ضد په درز اچونکو او سپکو څرګندونو سره، له ډیرو شکایتونو او اعتراضونو سره مخ شوی دی، چې د هند دواکمن افراط پال ګوند بی جې پي د سیاستونو له امله ورباندې هیڅ اغیزې نه دي شوی .
هغه پخپلو وروستیو سپکو څرګندونو کې وئيلي دي، که ټاکل شوي وي، په ؛دوسیره ؛ جشنوارې کې کومه مجسمه وسوځول شي، نو د محمد مجسمه وسوزوئ.
له ډيرو شکایتونو سره سره ، دغه افراطي هندو پنډت هماغه راز خپلو نفرت خورونکو څرګندونو ته دوام ورکوي او د هغه په ضد پولیس هیڅ ډول اقدام نه کوي.
دا دوهم ځل دی چې په تیرو دوو میاشتو کې په هندوستان کې د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) سپکاوی کیږي.په تیر اګست میاشت کې هم د رام ګیری په نامې سره یوه بل افراطي هندو پنډت په مهاراشټر کې په یوې عمومی وینا کې دحضرت محمد(ص)سپکاوی کړی ؤ.