د ایران پوځي او دفاعی بریاوې د پاکستان لپاره  یو ویاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154438-د_ایران_پوځي_او_دفاعی_بریاوې_د_پاکستان_لپاره_یو_ویاړ_دی
د پاکستان په کراچۍ کې د آئيډیاز -۲ په نامې سره د  پاکستان  د وسلو  دولسم نړیوال نندارتون د ترسره کیدا  په  ځاي کې  د نندارتون  د پرانیستونکو دستورو د ځانګړي  میلمه په توګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف   حاضر شوی  او د  وسلو د مختلفو سټالونو کتنه ئې کړې ده .هغه سره په دغې کتنې کې د سند صوبې ګورنر محمد کامران خان ټسوري هم  ملګرتیا کړې .
(last modified 2024-11-21T03:24:00+00:00 )
Nov 20, 2024 02:44 Asia/Kabul
  • د ایران پوځي او دفاعی بریاوې د پاکستان لپاره  یو ویاړ دی

د پاکستان په کراچۍ کې د آئيډیاز -۲ په نامې سره د  پاکستان  د وسلو  دولسم نړیوال نندارتون د ترسره کیدا  په  ځاي کې  د نندارتون  د پرانیستونکو دستورو د ځانګړي  میلمه په توګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف   حاضر شوی  او د  وسلو د مختلفو سټالونو کتنه ئې کړې ده .هغه سره په دغې کتنې کې د سند صوبې ګورنر محمد کامران خان ټسوري هم  ملګرتیا کړې .

ایرنا خبری آژانس راپور  ورکړی، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف د پاکستان په کراچۍ کې  د  وسلو په نړیوال نندارتون کې  د  ایران د اسلامی جمهوریت شتون یو ا رزښتمند اقدام وباله او ټينګار ئې وکړ،  مونږ په پاکستان کې  دایران په پوځي او دفاعي بریاؤ  او پراختیا باندې  ویاړ کوو.

 په راپور کې وئيل شوي دي، د پاکستان په کراچۍ کې د آئيډیاز -۲ په نامې سره د  پاکستان  د وسلو  دولسم نړیوال نندارتون د ترسره کیدا  په  ځاي کې  د نندارتون  د پرانیستونکو دستورو د ځانګړي  میلمه په توګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف   حاضر شوی  او د  وسلو د مختلفو سټالونو کتنه ئې کړې ده .هغه سره په دغې کتنې کې د سند صوبې ګورنر محمد کامران خان ټسوري هم  ملګرتیا کړې .

 په دغې  کتنې کې  په پاکستان کې د ایران د سفیر رضا امیري مقدم او د ایران د پوځي پلاوي مشر سردار مجتبی رمضان زاده ، په کراچۍ کې د ایران سرکنسول حسن نوریان  او په پاکستان کې د ایران  دپوځي اتاشي  ډګروال محمد محسن شهابی  له هرکلي سره مخ شو.

Image Caption

 

 د پاکستان دفاع وزیر  په یولړ څرګندونو کې  دا یران او پاکستان  ترمینځ د  کلتوري ، تاریخي او اجتماعي  نزدیکتونو باندې په ټينګار سره  ووئیل، د ایران پوځي بریاوې  او په دفاعي برخو کې ددغه هیواد پرمختګ د مونږ پاکستان لپاره یو ویاړ دی . هغه ټينګار وکړ، ایران او پاکستان  دیوه بل ترڅنګ کلک دریدلي  او  له یوه بل سره  به په دفاعي  حوزې کې  لازیاتې بریاوې ترلاسه کړي. د پاکستان دفاع وزیر  دغه راز  د ایران له اسلامی جمهوریت سره  د خپل هیواد داړیکو اهمیّت ته په اشارې سره  ووئیل، په وروستیو میاشتو کې  دد واړو هیوادونو ترمینځ د لوړپوړو پلاؤ راشه دیرشه  شوې او ډاډمن یوو چې دغه بهیر به پخپل قدرت سره دوام ومومي .

د پاکستان  د وسلو په ترټولو لوی نړیوال نندارتون کې د لومړي ځل لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت سټال او ویترین  په پوځي، هوافضا او الیکټرانیکي جنګ په حوزو کې د ځاي صنائعو پشمول د ایران داسلامی جمهوریت د پوځي بریاؤ د نمایش په موخې سره  ترسره شوی دی.

Image Caption

 

د آئيډیاز نومې سږکال نندارتون  شعار  د؛ وسله د سولې،سټراټژيک مشارکت او نړیوالې ملګرتیا لپاره؛ټاکل شوی دی چې د پاکستان ددفاعي صادراتو د پراختیا اداره  یا (DEPO) ئې  ترټولو اصلی ترسره کونکې  ده  او  په دې کې به  د جنګي تجهیزاتو او دفاعی تولیداتو د حوزې  مطرح ډیر هیوادونه ګډون کوي.  دغه نندارتون هماغه راز دوام لری.