په پاکستان کې په شیعه ګانو باندې د تروریستي حملې غندنه
(last modified Fri, 22 Nov 2024 08:59:50 GMT )
Nov 22, 2024 13:29 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې په شیعه ګانو باندې د تروریستي حملې غندنه

سحاب – د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په یوه پيغام کې د پاکستان په کورمه سیمه کې د ترهګریزې حملې په غندلو سره د دغه هېواد له خلکو او حکومت سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي.

په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د هرې بڼې ترهګرو پر وړاندې به د ایران اسلامي جمهوریت د پخوا په څېر د دوست او ورور هېواد پاکستان ترڅنګ ولاړ وي، ترڅو په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت په موخه د ترهګرۍ سره په جدي ډول مبارزه وشي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا پاړه چینار سیمه کې په مسافر وړونکو موټرو تیره ورځ ترهګرو برید وکړ چې په ترڅ کې ۴۲ تنه مسافر شهیدان او تر شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

د دغه پېښې له امله د پاکستان شیعه ګانو درې ورځې ماتم اعلان کړ.

په پاکستان کې شیعه ډلو ته نږدې سرچینې د دغه ترهګریز برید عاملان تکفیري او افراطي ځواکونه ګڼي، چې په قصدي ډول د ځمکنیو شخړو په پلمه په پاړه چنار کې میشت شیعه ګان وژني.

خو په پاکستان کې د شیعه ګانو پر ضد د تروریستي بریدونو د اهدافو په اړه نور نظرونه هم شته چې د دې هېواد د شیعه ټولنې د دفاع په برخه کې د پاکستان د استخباراتي او امنیتي سرچینو د لا زیاتې څارنې اړتیا زیاتوي.

د شیعه ګانو ترور په پاکستان کې یوه ژوره مسله ده چې له لسیزو راهیسې د لشکر جهنګوي او سپاه صحابه ترهګرې ډلې لخوا تعقیبیږي.

دوهم دا چې د پاکستان شیعه ټولنه تل په دغه هېواد کې د کورنۍ او فرقه ییزې جګړې د رامینځته کولو لپاره د ترهګرو او تکفیری ډلو هدف ګرځیدلي، هغه ډلې چې د شیعه ضد بهرنیو کړیو له خوا هم ملاتړ کیږي.

درېیم دا چې ترهګرې ډلې چې له داعش ترهګرې ډلې سره یې تړاو هم د پام وړ دی، په عراق او سوریه کې د دغې ډلې له ماتې وروسته، له هغوی څخه د غچ اخیستو په موخه د شیعه ټولنې په ځانګړې توګه په پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په پاکستان کې د شیعه ګانو په هدفي وژنو کې د ترهګرو څلورمه موخه چې د دغه هېواد بېلابېل اشرافیان او شیعه عالمان هم په کې شامل دي، په پاکستان کې د شیعه ګانو د موقف کمزوري کول دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان شیعه ګان تل د دغه هېواد له خلکو سره سوله ایز ژوند لري.

خو پاکستان ته وارد شوي تروريزم چې له څوارلسو لسيزو څخه په زياتو کلونو کې په دغه هېواد کې موندل کيږي، هڅه یې کړې، چې په پاکستان کې تفرقه واچوي او دغه هېواد په خونړي فرقه يي تاوتريخوالي کې وښايي، چې تر اوسه پورې د شيعه ګانو د څارنې له لارې شنډ شوي دي.

خو د پاکستان حکومت او امنیتي او قضايي ارګانونه دروند مسوولیت لري چې له ترهګرو سره مبارزه وکړي او دغه ترهګریز بریدونه کنټرول او راکم کړي.

په ورته وخت کې د شیعه ګانو پر ضد د ترهګریزو بریدونو سربیره د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو بریدونو په اړه بېلابېل خبرونه خپریږي چې له امله یې د دغه هېواد د پرمختګ پروګرامونه هم په نښه کیږي.

د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د ترهګرو بریدونو د دوام پایلې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره د اسلام اباد د حکومت پر هڅو مستقیم منفي اغیز لري.

له همدې امله د ایران اسلامی جمهوریت تل له پاکستان سره د امنیتی ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار کوي او په دې باور دی چې د ترهه ګرۍ له ناوړه پدیدې سره مقابله نه یوازې د پاکستان د ټولو استخباراتي او قضایي امنیتي ادارو جدي هوډ ته ضرورت لري، بلکې د سیمه ایزو ګډو همکاریو ته هم ضرورت لري.

دغه ګډې همکارۍ او اقدامات کولی شي، چې د ترهګریزو سازمانانو هغه پلانونه شنډ کړي چې په دغه هېواد کې د ورانکارۍ، وژنې او نورو ناوړه کړنو لپاره لري.