د ایران څو زره پرمختللی سنټرفیوژونه مدار ته واریدیږی
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د اسپانیا له خارجه وزیر خوزه مانوئل البارس بوئنو سره د پرتګال په کایشکش ښار کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائیتلاف دټولنې د غونډې په څنډې کې کتنه کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو پشمول ئې د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب خبرې اترې کړي دي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له خپل اسپانیائي همڅنګ سره په کتنې کې دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا کې د ایران په ضد د پریکړه لیک تصویبیدا ته په اشارې سره ووظیل، ددغه اقدام په وړاندې دایران څو زره پرمختللي سنټرفیوژونه مدار ته واریدیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي د اسپانیا له خارجه وزیر خوزه مانوئل البارس بوئنو سره د پرتګال په کایشکش ښار کې د ملګروملتو د تمدنونو د ائیتلاف دټولنې د غونډې په څنډې کې کتنه کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو پشمول ئې د دواړو لورو د دلچسپۍ وړ موضوعګانو په باب خبرې اترې کړي دي.
په دغې کتنې کې د ایران خارجه وزیر د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې د وام او پر لبنان او دسیمې په نورو هیوادونو د دوي د تیریو ددوام په دلیل د لویدیځي آسیا سیمې ډیر خطرناک وضعیّت ته په اشارې سره دغه وضعیّت د صهیونیسټي رژیم دنړیوالو اصولو دچخڼي کولو نتیجه وبلله او له اسرائیلو ئې د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو هراړخیزو سیاسی او وسلوالو ملاتړونو دوام،د نسل وژنې او جنګي جنایتونو کې د دوي د ګډون او یوه خوله کیدا په معنا وبالۀ او د اسرائیلو دجنګی لیونتوب او جنایتونو د دریدا او او صهیونیسټي رژیم د واکوالانو د محاکمه او سزا کولو لپاره د نړئ د لا جدی اقداماتو غوښتونکی شو.
عراقچي همداراز له اروپا سره د ایران په اړیکو کې د ترټولو وروستیو بدلونونو په یادولو س سره د لاسوهونکو او ډغرې وهونکو سیاستونو په غوره کولو کې د ځينو اروپائي هیوادونو سیاست ناغیرې او بې توجیه وباله او وې وئيل، د ایټمی انرژۍ دنیړوال آژانس په واکمنې شورا کې د ایران په ضد د پریکړه لیک تصویبیدا په باب د اروبائي هیوادونو د اقدام په وړاندې مدار ته د څو زره ایرانیو پرمختللو سنټرفیوژونو واریدیدا فیصله شوې ده .د ایران خارجه وزیر له سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو سره د نړیوالو حقوقو په اساس او حقیقت پال نظر په ضرورت ټينګار وکړ.