د پاکستان په کرمه کښې ترهګرو شپږ حکومت ځواکونه وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155034-د_پاکستان_په_کرمه_کښې_ترهګرو_شپږ_حکومت_ځواکونه_وژلي
زمونږ خبریال د پاکستان د کرمې په بګن سیمه کښې نن د حکومتي ملیشا ځواکونو په یوې پوستې باندې ترهګرې حملې کښې شپږ حکومتي ملیشا ځواکونه ووژل شول او اوه نور ژوبل شوي دي کوم چې اوس د ټل سیمې حکومتي روغتون ته وړل شوي دي.
(last modified 2024-12-07T06:49:07+00:00 )
Dec 07, 2024 11:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کرمه کښې ترهګرو شپږ حکومت ځواکونه وژلي

زمونږ خبریال د پاکستان د کرمې په بګن سیمه کښې نن د حکومتي ملیشا ځواکونو په یوې پوستې باندې ترهګرې حملې کښې شپږ حکومتي ملیشا ځواکونه ووژل شول او اوه نور ژوبل شوي دي کوم چې اوس د ټل سیمې حکومتي روغتون ته وړل شوي دي.

د ویلو ده چې د پاکستان د کرمې بګن سیمه د ترهګرو ډلو یو اصلي مرکز دی او څو اونۍ مخکې هم په دغه سیمه کښې د کرمې د طوري او د بنګش قبیلو د ګاډو په کاروان باندې د حکومتي پوځیانو او د پولیسو په شتون کښې حملې شوي وي او څه د پاسه سل کسان یې مړه او ژوبل کړي وو چې ښځې، ماشومان هم پکښې شامل وو.

د بګن سیمې خلکو د طوري قوم د  یوه شپږ میاشتني ماشوم په  خوله کښې ډزې کړي وې او د یوې ښځې د لاس ګوته یې هم د سرو زرو د ګوتمې په خاطر پریکړه کړي وه.

د بګن سیمې خلکو دغه راز د پاکستان د ملي جرګې غړیو ته اجازه نه ورکوله چې له دغه سیمې دې برې کرمې ته لاړ شي او د جرګې غړي مجبوره شوي وو چې له بلې لارې ځانونه صدې او پاره چنار ته ورسوي.

اوس د پاکستان د ملي جرګې غړي هم کرمې ته تللي دي چې هلته د شیعه او د سني قبیلو ترمینځ روغه جوړه وکړي او د کرمې سني او شیعه قبیلو هم د اوربند د ټینګیدا لپاره خپل رضایت ښودلی او   فاینل نتیجې ته د رسیدا لپاره یې د مورچولو خالي کولو ته غاړه کیښودلي ده.

کابو دوه میاشتې کیږي چې پاره چنار ته تلونکي لاره د اهل سنتو لخوا کلیوالو لخوا تړله شوي ده او په پاره چنار کښې د درملو ، د خوراکي شیانو او د نورو شیانو سخت کمښت رامینځته شوی دی او خلک له ډیرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.