په مختلفو زمینو کې د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په پراختیاټينګاروشو
(last modified Wed, 25 Dec 2024 00:31:48 GMT )
Dec 25, 2024 05:01 Asia/Kabul
  • په مختلفو زمینو کې د ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په پراختیاټينګاروشو

تهران ریډیو-  په پاکستان کې د  ایران د اسلامی جمهوریت سفیر  په مختلفو زمینو کې د  دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ پر پراختیا ټينګار وکړ.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم  ددغه هیواد دیوشمیر متفکرانو اوپوهانو په یوه سمینار کې  چې د  اسلام اباد  سیمه ایزو مطالعاتو  د اکاډمئ(IRS) په کوربتوب سره ترسره شو ،ووئيل؛ایران او پاکستان ګډو پولو او  هغو پراخو ظرفیّتونو ته په پام سره چې لري ئې،د سیمې د امنیت او ثبات د لوړتیا او د مشترکو ګټو دتامینولو لپاره خپلې ملګرتیاوې پراخولی شي.

په پاکستان کې دایران سفیر ووئيل؛  ایران  تل  خپل بهرنی سیاست،د خپلو اسلامی اصولو او د له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له پاکستان سره د متقابل احترام  په اساس سسټماټيک کړی او  له نړیوالو دباؤنو او بندیزونو سره سره ئې هیڅکله  له خپلو اصولو شاتګ نه دی کړی  او تل  د مشترکو ګټو په لړ کې  له مختلفو هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی.

امیري مقدم له فلسطینه ملاتړ د ایران د  بهرني سیاست  د نه بدلیدونکو او اساسی اصولو برخه وبلله او وې وئيل؛د اسلامی هیوادونو ترمینځ د انسجام د رامینځةکولو او ددښمنانو له دسیسو سره د مقابلې لپاره د ایران هڅې توانیدلي دي ، د اسلامی هیوادونو ترمینځ اختلافات کم کړي او په سیمې کی یوه نوي همپالنه رامینځةکړي.

 د اسلام اباد د سیمه ایزو مطالعاتو د  اکاډمئ مشر جوهر سلیم هم پخپلې وینا کې په مختلفو حوزو کې د ایران او پاکستان  متقابلو  توانمنیو ته په اشارې سره ووئيل؛ دواړه هیوادونه  د دوو اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاهر  ډير ظرفیّتونه لری او ایران  دپاکستان د انرژۍ په تامینولو کې اغیزشیندونکی رول لوبوي.

 د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي او تکړه سیاستوال مشاهد حسین سید هم  د ایران او پاکستان  تاریخي او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره  ووئيل، فارسي ژبه ددغې سیمې یو پخوانی کلتوری عنصر دی او که  انګریز دهند براعظم  نه واي نیولی ، نو اوس به په پاکستان او هند کې  هم فارسي ژبه دود وه.