په پاکستان کې د ناامنیو په دوام باندې د خلګو اعتراضات
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155606-په_پاکستان_کې_د_ناامنیو_په_دوام_باندې_د_خلګو_اعتراضات
د پاکستان په مختلفو ښارونو منجمله په اسلام اباد او کراچی کې اهل تشیع ګوندونو او مختلفي ډلې په پاراچنار کې د ناامنیو په دوام او په یاده سیمه کې د ترهګرو د جنایاتو په غندلو سره، اعتراضې غونډې تر سره کړې.
(last modified 2024-12-26T08:23:04+00:00 )
Dec 26, 2024 12:52 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د ناامنیو په دوام باندې د خلګو اعتراضات

د پاکستان په مختلفو ښارونو منجمله په اسلام اباد او کراچی کې اهل تشیع ګوندونو او مختلفي ډلې په پاراچنار کې د ناامنیو په دوام او په یاده سیمه کې د ترهګرو د جنایاتو په غندلو سره، اعتراضې غونډې تر سره کړې.

هغوی د پاراچنار په ښار کې د امنیت د ټینګولو په لړ کې د پآکستان د حکومت د امنیتي ارګانونو په نه غبرګون باندې په نیوکې سره، د ترهګریزو بریدونو د لاملینو د نیول کېدو په ضرورت او د پاراچنار په وړاندې د فډرل او ایالتي حکومتونو د مسئولانه کړچار غوښتونکي شول.

دا په داسي حال کې دی چي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یادې سیمې ته په خپل وروستي سفر کې د پاراچنار د امنیت د ټینګېدو او له نورو سیمو سره یې د لارو د خلاصېدو په ضرورت ټینګار کړی وو.

د تکفیري ترهګرو له لورې د پاراچنار د لارو له بندېدو څخه درې میاشتې تیرې شوې او د پاراچنار خلګ اوس د خوړو او درملو د کمښت له ستونزو سره لاس په ګرېوان شوي دي.

له هغه وروسته چي د پاراچنار د خلګو اعتراضات او مظاهرې ګټه نه وکړه او لاهم د ترهګرو په وړاندې اقدام نه دی شوی، د پاکستان د اهل تشیع سیاسي ګوندونو او ډلو منجمله مجلس وحدت مسلمین د دې هیواد په ټولو ایالتونو کې اعتراضې غونډې کړي دي، تر څو د پاراچنار د ستونزو د هوارولو لپاره د حکومت توجه جلب کړي.

په دې خاطر د پاکستان په ملي پارلمان کې د مجلس وحدت مسلمین استازی حمید حسن، د پاراچنار د خواشینوونکې حالت ته د خیبرپختونخوا د ایالتي حکومت په نه پاملرنې باندې په نیوکې سره، د پاکستان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چي د اهل تشیع د قاتلینو د نیولو او سزا کولو لپاره سمدستي اقدامات وکړي

د پاراچنار په برابر د پآکستان د فډرل حکومت او د خیبر پختونخوا په ایالتي حکومت باندې نیوکې په داسي حال کې زیاتې شوي دي، چي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو ورځو کې د پاراچنار له خلګو سره د مرستو په موخه، یادې سیمې ته د درملو او خوړو د سمدستي لېږدولو او پاراچنار ته د ناروغانو د انتقال لپاره د پنځو څرخکو ځانګړې کېدو امر ورکړی وو.  

خو سره له دې داسي ښکاري چي د پاکستان فډرل حکومت د پاراچنار د خلګو ناوړه وضعیت ته د رسیدګی لپاره بېړه نه لري او دا حالات د دې لامل شوی دی چي ترهګرې ډلې د پاراچنار په شیعه میشتې سیمې خپل بریدونه او فشارونه ورځ تر بلې زیات کړي.

تېره میاشته د پاراچنار د خلګو په کاروانونو باندې د ترهګرو په برید کې د ښځو او ماشومانو په شمول له پنځوسو نه زیات کسان په شهادت ورسېدل.

د پآکستان اهل تشیع سیاسي ګوندونه د پاراچنار د خلګو په وژنه کې د تکفیري ډلو په ښکېلتیا باندې په ټینګار سره، ویلي چي یادې ډلې په خپلو جنایاتو سره، غواړي د پاکستان د خلګو تر مینځ د سولې فضا ورانه کړي په دې خاطر د پاکستان له حکومت څخه تمه کیږي چي د پاراچنار د امنیت په ټینګولو سره، په یاده سیمه کې د جنایات لاملانو ته سزا ورکړي او لارې خلاصې کړي. د پاکستان د اهل تشیع د سیاسي ګوندونو او ډلو د اعلامیې له مخې، د پاراچنار د خلګو د ستونزو د هوارولو په لړ کې د پاکستان د حکومت لټي به د هغو کسانو په ګټه وي، چي د دې سیمې د شیعه ولسونو د ځورولو او وژلو په لټه کې دي.