پاکستان د افغانستان په سرحد کښې واخان سرحدي لاره ونیوله
Dec 29, 2024 12:33 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی ځینو رسنیو د پاکستان د پوځیانو لخوا د افغانستان په خاوره کښې د «واخان »سرحدي لارې د نیولو او د کنټرول کولو خبر ورکړ.
د پاکستان په رسنیو کښې خپاره نه تائید شوي راپورونه وايي چې د دغه هیواد پوځیانو له افغانستان سره په سرحد کښې د واخان سټراټيژیکه سرحدي لاره په موقته توګه په خپل کنټرول کښې وورستلي ده.
ځايي سرچینې وايي چې دغه اقدام د تحریک طالبان پاکستان له ترهګرې ډلې څخه د افغانستان د طالبانو د حکومت ملاتړ ته په غبرګون کښې ترسره شوی دی.
د راپورونو پراساس د پاکستان حکومت ویلي دي تر هغه وخته چې د افغانستان طالبان د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس وانخلي په واخان سرحدي لاره به کنټرول وساتي؛ له دې سره سره تراوسه د پاکستان او د افغانستان طالبانو چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي.
ټیګونه