په کوټه کې تر سبا ټلیفوني او انټرنیټي خدمات بند شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155992-په_کوټه_کې_تر_سبا_ټلیفوني_او_انټرنیټي_خدمات_بند_شوي
تهران راډیو ـ د پاکستان امنیتي مسؤلین وايي، د بلوچستان په کوټه سیمه کې د امنیت تامین په موخه یې تر سبا د دوو ورځو لپاره هر ډول ټلیفوني او انټرنیټي خدمات بند کړي.
(last modified 2025-01-05T23:49:12+00:00 )
Jan 06, 2025 04:18 Asia/Kabul
  • په کوټه کې تر سبا ټلیفوني او انټرنیټي خدمات بند شوي

تهران راډیو ـ د پاکستان امنیتي مسؤلین وايي، د بلوچستان په کوټه سیمه کې د امنیت تامین په موخه یې تر سبا د دوو ورځو لپاره هر ډول ټلیفوني او انټرنیټي خدمات بند کړي.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، د موبايل او انټرنېټ خدمتونه چې د يکشنبې په شپه بند شوي وو، د جنورۍ پر اوومه به د شپې ١٢ بجې بېرته پرانېستل شي.

بلخوا د مولانا عبدالواسع په مشرۍ د جي یو ائی ډلې نن په ټول بلوچستان کې اعتراضونه پیل کوي او زیاته کړې، تر هغې چې ورته بشپړ حقوق ورنکړل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.