رفایل ګروسي د پاکستان د ایټمی تاسیساتو کتنه کوي
رفایل ګروسي له آژانس سره د پاکستان د اوږدمهاله او رغنده تعامل قدرونه کړې او وئیلي ئې دي، نړیوال ایټمي آژانس به په همدې روحیّې سره له پاکستان سره ملګرتیا ته دوام ورکړي.
ایرناخبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی، د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس عمومی مدیر پاکستان ته په یوه رسمي سفر کې ددغه هیواد له لومړي وزیر سره پرون کتنه کړې او له اسلام اباد سره د رغنده تعاملاتو د پیاوړتیا ددوام لپاره ئې د آژانس پر چمتووالي ټيڼګار کړی دی.
رفایل ګروسي له آژانس سره د پاکستان د اوږدمهاله او رغنده تعامل قدرونه کړې او وئیلي ئې دي، نړیوال ایټمي آژانس به په همدې روحیّې سره له پاکستان سره ملګرتیا ته دوام ورکړي.
دپاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هم د پاکستان د ولس او د نړیوالې ټولنې لپاره ددوامدارو ګټو د تضمین او د سوله ایزو مقصدونو لپاره د ایټمي ټيکنالوجۍ له بشپړ ټوټینسل څخه داستفادې لپاره د ایټمی انرژۍ له نړیوال آژانس سره د خپل مینځیو ملګرتیاؤ په لازیاتې پياوړتیا ټينګار وکړ. شهباز شریف ووئیل، پاسکتان د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس دیوه موسیس غړي په توګه له آژانس سره د څو لسیزو په اوږدو کې رغند او دوه اړخیز مشارکت خوندي ساتلی دی.هغه ووئيل، پاسکتان د آژانس په ملاتړ سره ، دایټمی بریښنا په تولید ،په صنعتي پراختیا، د کرهڼيزو او روغتیائي چارو په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ کړی دی چې ددغه هیواد له اقتصادي او اجتماعي ودې سره ئې مرسته کړې ده.
ټاکل شوې ده رافایل ګروسي پاکستان ته پخپل دغه سفر کې په سوله ایزو موخو سره د څو غیر پوځي ایټمی موسیسو او مرکزونو کتنه هم وکړي.
د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس په ۱۹۵۶ کال کې تاسیس شوی او پاکستان ددغه نړیوال اورګان یو بنسټګر غړی حسابیږي.