د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې اوه کسان ووژل شول
زمونږ خبریال راپور راکړی ناپیژاندو وسله والو کسانو بیګا ناوخته د پاکستان د بلوچستان صوبې په بارکهان (Barkhan) سیمه کښې له یوه بس څخه چې له کویټه څخه د پنجاب صوبې فیصل اباد ته روان و سپارلې کوزې کړې او بیا یې شناختي کارډونه او تذکرې چیک کړې او وروسته یې اوه کسان په ډزو ووژل.
دغه پیښه د پاکستان د بلوچستان صوبې د بارکهان په رکهني سیمه کښې د پنجاب صوبې ډیره غازې خان سیمې ته په تلونکي لویه لاره کښې رامینځته شوي ده.
ویل کیږي کابو څلویښتو وسله والو کسانو راکهان سیمې ته نږدې څو بسونه او ګاډي ودرول او بیا یې د خلکو تذکرې یعني شناختي کارډونه چیک کړل او وروسته یې په ډزو سره اوه کسان ووژل.
دغه ټول اوه وژل شوي کسان د پنجاب صوبې پنجابیان دي دوې له کویټه څخه فیصل اباد او لاهور ته روان وو.
د پاکستان حکومتي ملیشا ځواکونه ایف سي او لیویز پولیس ځواکونه د پیښې ځاې ته رسیدلي دي او سیمه یې کلابنده کړي ده.
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پنجاب صوبې په ښاریزو باندې له تیرو څو کلونو راهسې حملې زیاتې شوي دي چې دغه چارې د خلکو اندیښنه رامینځته کړي ده.
تراوسه کومې ډلې د بلوچستان صوبې د بارکهان سیمې د حملې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.
پاکستان کښې د تحریک طالبان پاکستان په شمول ډیرې ټروریسټي ډلې په پوره ازادۍ سره ټروریسټ فعالیتونه کوي او تل بې ګناه خلک وژني.
دغه راز د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کرمې په تیره بیا د پاره چنار طوري او بنګش قبایل د اهل سنتو او د دوې د ملګرو ټروریسټي کسانو او ډلو لخوا له سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي دي او د کرمې د بګن، د مندوریو او د اوچت سیمو اهل سنتو او د دوې ملاتړو ترهګرو د طوري او د بنګش قبایلو په خلکو باندې حملو سره تراوسه سلګونو کسان شهیدان کړي او هره ورځ د شیعه مسلمانانو په ګاډو بریدونه کوي ، د دوې سامانونه چورتالان کوي او ګاډو ته اورونه اچوي.
له تیرو څلورو میاشتو راهسې د پاره چنار د خلکو لپاره د ټل پاره چنار لاره تړل شوي ده چې دغه کار د خلکو لپاره خوراکي شیان، درمل او نورې اسانتیاوې له مینځه وړي دي.