د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلو په هکله باید ګومانونه ونکړو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر سناتور محمد اسحاق ډار
د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د ګواښونو په غندلو کښې د اسلام اباد په دریځ باندې ټینګار سره وویل د ایران اسلامي جمهوریت یو مسوولیت پیژندونکی مسلمان هیواد دی او باوري یوو چې د ایران د وسونو په هکله باید ګمانونه ونکړو.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او خارجه وزیر محمد اسحاق ډار د ترکیې له ټي ار ټي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د جنایتونو ، د افغانستان د حالت ، د امریکا او د ترکیې د اړیکو ، د ایران او د امریکا ترمینځ د اټومي شخړې ، د کشمیر د حالاتو او د څو اړخیز پالنې د نوښتونو په هکله د پاکستان لیدتوګې بیان کړې.
اسحاق ډار د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کښې له نړیوال اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو او له ایران سره نوي اټومي موافقې ته د رسیدا لپاره د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کښې د ټرامپ د غوښتنې په هکله یوې پوښتنې ته په ځواب کښې وویل :مونږ حاضردمه د اوسني حالت په هکله روښانه جزیات نلرو او هر وخت چې پاکستان د دغو مسائیلو په هکله ښې نتیجې ته ورسیږي په پریکنده توګه به خپل اصولي دریځ اعلان کړي.
هغه په عین حال کښې ټینګار وکړ چې مونږ د نورو هیوادونو لخوا د هر هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ د احترام کولو غوښتونکي یوو او د هیوادونو خپلواکۍ ته دغه احترام او د ملتونو په هکله زغم باید د هیوادونو د نفوسو یا د مساحت له پرتله کولو ورهاخوا وي.
د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د ایران د اټومي وړتیا او ایا پاکستان د خپل ګاونډي هیواد ایران لخوا له اټومي بم د استفادې په هکله اندیښمن دی په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل د دغه موضوع په هکله ځواب ورکول یا هر ډول ګومان کول داسې شی نه دی چې مونږ وغواړو هغه ته ورګډ شو خو په عین حال کښې پاکستان ډاډ لري چې د ایران اسلامي جمهوریت یو مسوولیت پیژندونکی مسلمان هیواد دی.
اسحاق ډار د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم د ګواښونو په غندلو کښې د پاکستان په دریځ باندې ټینګار کولو او د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې په خپلې وینا کښې د هغې په مطرح کولو سره وویل پاکستان په دې هکله دقیق او په ډاګه دریځ لرلی او لومړي وزیر شهباز شریف هم په بیلابیلو موردونو کښې دغه دریځ اعلان کړی دی.
د پاکستان خارجه وزیر ټینګار وکړ چې اسلام اباد د فلسطینیانو په زوره کوچولو سره مخالف دی او په دغه مسلې باندې د غور کولو لپاره به زر د اسلامي ملګرتیا د موسسې د خارجه وزیرانو ځانګړي غونډه د عربستان په جده کښې وشي.