د پاکستان اهل تشیع د خپل مشر د نیولو حکم وغانده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157670-د_پاکستان_اهل_تشیع_د_خپل_مشر_د_نیولو_حکم_وغانده
پارس تودي- وروسته له هغې چې د پاکستان د اهل تشیع تر ټولو لوی مشر، سناټور «ناصر علامه جعفري» ته د نیولو حکم صادر شو، د اهل تشیع ګڼ مذهبي چارواکو خبرداری ورکړ، چې د سیاسي ځواکونو د فشارولو لپاره د قضاییه قوې له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې منفي پایلې رامنځته کېږي.
(last modified 2025-02-25T03:50:20+00:00 )
Feb 25, 2025 08:19 Asia/Kabul
  • د پاکستان اهل تشیع د خپل مشر د نیولو حکم وغانده

پارس تودي- وروسته له هغې چې د پاکستان د اهل تشیع تر ټولو لوی مشر، سناټور «ناصر علامه جعفري» ته د نیولو حکم صادر شو، د اهل تشیع ګڼ مذهبي چارواکو خبرداری ورکړ، چې د سیاسي ځواکونو د فشارولو لپاره د قضاییه قوې له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې منفي پایلې رامنځته کېږي.

پارس ټوډی د ایرنا خبري اژانس له قوله لیکلي:  د پاکستان د شیعه‌ګانو مخکښ ګوند مجلس وحدت مسلمین، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اسلام‌آباد یوې محکمې د دې ګوند مشر او د سنا مجلس استازي، سناټور «علامه جعفري» ته د یوې ۱۱ کلنې دوسیې په تړاو د نیولو حکم صادر کړی دی.

دې ګوند زیاته کړې: د یوه لوړپوړي سیاستوال او د پارلمان د استازي پر وړاندې دا ډول بې‌بنسټه او غیرقانوني کړنې د منلو وړ نه دي او داسې ښکاري چې حکومت د مخالف سیاسي ځواکونو څخه د غچ اخیستنې په لټه کې دی.

د مجلس وحدت مسلمین د پاکستان ګوند چارواکو خبرداری ورکړی چې د مخالفو سیاسي ځواکونو د فشارولو لپاره د قضاییه ادارو ناوړه ګټه اخیستنه به منفي پایلې ولري.

د سناټور علامه جعفري لپاره د نیولو حکم په داسې حال کې صادر شوی چې هغه له تېرو دوو ورځو راهیسې د شهیدانو «سید حسن نصرالله» او «سید هاشم صفی‌الدین» د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په بیروت کې دی.