پنځه ورځې کېږي چې د تورخم سرحدي لار هماغه راز بنده ده
زمونږ خبریال راپور راکړی پنځه ورځې کېږي چې د تورخم لاره تړل شوي ده او دغه وضعیت دواړو غاړو ته د مسافرو او سوداګرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي.
ځایي سرچینو نن ویلي د پاکستان سرحدي ځواکونو دا اقدام د طالبانو د ځواکونو له خوا دغه بندر ته نږدې د پوستې او تاسیساتو د جوړولو له امله کړی دی.
پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د تورخم لارې تړل کېدل د دواړو غاړو سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا درې مېلیونه ډالر زیان رسوي او پر سوداګرۍ او د مسافرو پر تګ راتګ یې د پام وړ اغېز کړی دی.
طالبانو تر اوسه د دې لارې د پرانېستلو لپاره اړین ګامونه نه دي پورته کړي.
پاکسان تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تورخم دروازې ته نږدې د نوې پوستې او تاسیساتو پر جوړولو لاس پورې کړ چې په غبرګون کې یې د پاکستان سرحدي ځواکونو دغه لار وتړله.