د خیبرپښتونخوا یو چارواکي له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157856-د_خیبرپښتونخوا_یو_چارواکي_له_طالبانو_سره_پر_خبرو_اترو_ټينګار_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار باریستر سیف د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې افغانستان ته د یو پلاوي د سفر اجازه ورکړي.
(last modified 2025-03-02T23:13:38+00:00 )
Mar 03, 2025 02:34 Asia/Kabul
  • د خیبرپښتونخوا یو چارواکي له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينګار کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار باریستر سیف د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې افغانستان ته د یو پلاوي د سفر اجازه ورکړي.

اېکسپرېس ټریبون ورځپاڼې پرون د خیبرپښتونخوا د دغه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې هغه  له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينګار کړی دی.

سیف زیاته کړې چې د خیبرپښتونخوا د اوسېدونکو امنیت ډاډمنول یې لومړیتوب دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستانی حکومت دې ټروریزم  سیاسي  نه کوي.

له دې وړاندې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنداپور ویلي و چې کابل ته د افغانستان له  طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استوي چې په وینا یې، له ناامنی مخنیوی وکړي.

تر اوسه دغه پلاوي افغانستان ته سفر کړی نه دی.