په پاکستان کې له چاودنو وروسته وسله‌واله نښته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157904-په_پاکستان_کې_له_چاودنو_وروسته_وسله_واله_نښته_شوې
د راپورونو په حواله د خیبرپښتونخوا په بنو کې له چاودنو وروسته د دغه هېواد امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوې
(last modified 2025-03-04T23:28:42+00:00 )
Mar 05, 2025 03:53 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې له چاودنو وروسته وسله‌واله نښته شوې

د راپورونو په حواله د خیبرپښتونخوا په بنو کې له چاودنو وروسته د دغه هېواد امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته رامنځته شوې

اسوشیټيډپرېس د پاکستاني پوځ د بیان په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه د مارچ پر ۴مه رامنځته شوې ده.

پوځ زیاته کړې چې د یوې پوځي سیمې دیوال ته نږدې دوه چاودنې شوې چې تر ډېره د امنیتي ځواکونو دفترونه او کورونه پکې دي.

د بیان له مخې، د دیوال له ړنګېدو وروسته پنځو یا شپږو وسله‌والو هڅه کړې چې سیمې ته دننه شي؛ خو له منځه تللي دي.

په راپور کې راغلي چې پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پورې اړوند ډلې چې «جیش‌الفرسان» نومېږي، د برید پړه منلې او دا د روژې میاشتې له پیله د وسله‌والو درېیم برید دی.

جیش‌الفرسان په یو بیان کې ویلي چې جنګیالیو یې لسګونه امنیتي ځواکونه وژلي دي.

تراوسه پاکستاني پوځ د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ویلي نه دي.

پرون په بلوچستان کې یو ښځينه ځانمرګې بریدګرې یو پاکستانی سرتېری وژلی او څو نور یې ټپيان کړي و.