د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر کښې شپږ کسان ووژل شول
(last modified Thu, 27 Mar 2025 05:59:10 GMT )
Mar 27, 2025 10:29 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر کښې شپږ کسان ووژل شول

زمونږ خبریال راپور راکړی وسله والو کسانو بیګا ناوخته د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې لویه لاره بنده کړه او شپږ کسان یې په ډزو ووژل او یوشمیر ستر ګاډي چې له ګوادر بندر څخه یې سامانونه بار کړي وو وسوځول.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د لوې لارې د پولیسو مسوول ایس ایس پي «حفیظ بلوچ» وویل هغو وسله والو کسانو چې لویه لاره یې بنده کړي وه شپږ  کسان په ډوز ووژل او هغه دغه خبره هم تائید کړه چې وسله والو کسانو درې ټریلرې  چې له ګوادر بندر څخه یې افغانستان ته کیمیاوې سرې وړلې هم په تاجابان سیمه کښې په اورو کښې وسوځولې.

حفیظ بلوچ وویل د بلوچستان صوبې په تربت ، پنجګور او پسني سیمو کښې هم لارې بندې دي او د لیوي پولیسو چارواکو وویل چې د بلوچستان صوبې په بولان ، کولپور او مستونګ سیمو کښې هم لارې او سړکونه بند دي.

د بلوچستان صوبې د لیوي پولیسو وویل چې په مستونګ سیمه کښې د دوې یو ګاډی هم وسله والو کسانو په اور کښې وسوځوه.

د پاکستان امنیتي ځواکونه هغو سیمو ته چیرې چې وسله والو کسانو سړکونه بند کړي دي خوځیدلي او د هغوې پرضد یې عملیات پیل کړي.

دغه راز د بلوچستان صوبې چارواکو وویل چې د پسني او د اورمړه سیمو ترمینځ په کالمات سیمه کښې له یوه بس څخه چې له کویټه څخه کراچۍ ته روان و څلور کسان کوز کړې شول او بیا په ډزو ووژل شول.

ویل کیږي چې وسله والو کسانو په بس کښې د سپارو کسانو شناختي کارډونه یعني تذکرې وکتلې او بیا یې څلور کسان په ډزو ووژل او درې نور کسان یې روغ له ځانونو سره بوتلل.

څلور وژل شوي کسان د پاکستان د پنجاب صوبې پنجابیان دي.

دغه راز بیګا ناوخته د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت سیمه کښې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې باندې د وسله والو کسانو برید شوی او وروسته بیا د ډزو تبادله شوي او د چاودنو غږونه هم اوریدل شوي.

د پاکستان د بلوچ ازادي غواړي پوځ غړي 

دغه راز د پاکستان د بلوچستان صوبې د نصیر اباد په صحبت پور سیمه کښې په یوه کور باندې برید کښې د یوې کورنۍ اوه غړي ووژل شوي .

دغه پیښه د ځمکې پرسر د شخړې په خاطر رامینځته شوي ده