د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ افغانان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158866-د_پاکستان_له_زندانونو_څه_باندې_۱۰۰_افغانان_خوشې_شول
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولوسره ویلي، چې دغه کسان پرون له بنده خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
(last modified 2025-04-08T04:40:09+00:00 )
Apr 08, 2025 09:08 Asia/Kabul
  • د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ افغانان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولوسره ویلي، چې دغه کسان پرون له بنده خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

 

د افغانستان د  طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۱ افغانان خوشې شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولوسره ویلي، چې دغه کسان پرون له بنده خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له دوو تر پنځو ورځو پورې بندیان وو.

څه موده وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۲۲۳ افغانان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل شوی دی.