د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ افغانان خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولوسره ویلي، چې دغه کسان پرون له بنده خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۱۰۱ افغانان خوشې شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولوسره ویلي، چې دغه کسان پرون له بنده خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له دوو تر پنځو ورځو پورې بندیان وو.
څه موده وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۲۲۳ افغانان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل شوی دی.