امریکا به له ایران سره په پوځي ټکر کښې سخته ماتي وخوري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان «طلوع» ورځپاڼې ولیکل: د امریکا پوځي چارواکي اعتراف کوي که چیرې د ایران پرضد جنګ وشي نو ګټونکی به یې ایران وي.
دغه ورځپاڼې زیاته کړه د امریکا د پخواني خارجه وزیر کالین پاول د دفتر مشر «لارنس ویلکرسون» ډاډمن دی که چیرې د ایران پرضد جنګ وشي نو ایران به دغه جنګ وګټي خو د ایران دغه بریالیتوب به د اټومي بم د جوړولو یا په نورو اوزارونو سره نه چې سیمه او ګرچاپیر هیوادونه تباه کړي بلکې د امریکا د پوځي بروالي د شڼدولو لپاره په دودو او متعارفو رودو سره لاس ته راشي.
ویلکرسون نن سبا په اوکراین کښې د امریکا تر ملاتړ لاندې د جنګ ، د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې او په ایران باندې د حملې لپاره د اسرائیلو او د امریکا د ګډو پلانونو تر ټولو ښکاره نیوکه کونکی دی.
هغه وویل ما څه موده مخکې له داسې سړي سره کتنه وکړه کوم چې کلونه کلونه د امریکا او د ایران ترمینځ د جنګ شبیه سازي کړي وه او هغه اوس هم باوري دی هماغه نتیجه اوس هم معتبره ده او ایران به له امریکا سره په یوه متعارف او دودیز جنګ کښې بریالی وي.
د امریکا د پخواني خارجه وزیر کالین پاول د دفتر مشر ویلکرسون ډاګینه کړه په جنګ کولو کښې د ایران پراخه تجربه پرته له دې چې هیڅکله جنګ پیلونکی ووسي د نولس سوه اتیایمې میلادي لسیزې ته ورګرځي هغه وخت چې اته کاله یې د عراق یرغل په شا وتمبوه.
د عراق دیکتاتور صدام حسین د امریکا او د نورو عربو هیوادونو له ملاتړه برخور و او هغه د ایران پرضد د جرمنې جوړې کیمیاوي وسلې استعمال کړې خو ونه توانید د ایران یوه لویشته خاوره هم ونیسي.
د امریکا دغه پوځي چارواکي وویل ولسمشر ټرامپ وايي که چیرې ایران نه یوازې له اټومي وسل بلکې له خپلو توغندیو لاس وانخلي نو سختې بمباریانې به ورباندې وکړي خو ایران وايي د امریکا ګواښونه بې اغیز دي خو منطقي ډيپلوماسۍ لاره پرانیستونکي کیدلای شي.