د افغانستان یولک کډوال له پاکستان څخه تللي دي
(last modified Tue, 22 Apr 2025 11:14:48 GMT )
Apr 22, 2025 15:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان یولک کډوال له پاکستان څخه تللي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې په تیرو دریو اونیو کښې د افغانستان څه د پاسه یولک کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته تللي دي.

د پاکستان حکومت د افغانستان د کډوالو د هستوګنې اجازه لیکونه په پراخه سویه کنسیل او باطل کړي دي.

د پاکستان د حکومت لخوا د افغانستان کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت له ختمیدا وروسته د روانې اپریل میاشتې له پیل راهسې په پاکستان کښې دیره د افغانستان د کډوالو د کورنیو کاروانونه او  ګاډي د سرحد په لور روان دي.

د افغانستان د طالبانو رئیس الوزرا حسن اخوند په تیرې شنبې ورځ د پاکستان لخوا د افغانستان د کډوالو پرضد یواړخیزه اقدامات وغندل.

د افغانستان د طالبانو رئیس الوزار حسن اخوند د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې په احترام سره د افغانستان د کډوالو د بیرته ستنیدا لپاره اسانتیا برابره کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان خارجه وزیر اسحاق ډار د یوه ورځني سفر لپاره کابل ته تللی و چې د افغانستان د کډوالو د بیرته ستنیدا په هکله خبرې وکړي.

د پاکستان حکومت په ځلونو ویلي دي چې د افغانستان ښاریزو په پاکستان په حکومتي مرکزونو باندې حملو کښې ګډون کړی دی او طالبانو د پاکستان وسله والو ډلو او تحریک طالبان  پاکستان ته اجازه ورکړي ده چې په افغانستان کښې پناه واخلي او له هغه ځایه د پاکستان پرضد حملې ترسره کړي داسې تور چې د افغانستان طالبانو هغه رد کړی دی.