پاکستان وایي، د هند هر اقدام ته به مقابل ځواب ورکړو
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وایي، د اټومي ځواک لرونکي هېواد په توګه به د هند هر اقدام ته متقابل ځواب ورکړو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په هندي کشمیر کې وروستۍ پېښه د خواشینۍ وړ وبلله او په عین حال کې یې خپل ختیځ ګاونډي ته د هر ډول پاروونکي اقدام په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: اسلاماباد د اټومي ځواک لرونکي هېواد په توګه به د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره د هند هر اقدام ته متقابل ځواب ورکړي.
محمد اسحاق ډار د پنجشنبې په سهار د هندي چارواکو د هغه دریځ په غبرګون کې، چې د دوی تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د وروستي برید په اړه و، د ډیلي له خوا پر اسلاماباد لګول شوي تورونه بېبنسټه وبلل او زیاته یې کړه: هند هېڅ شواهد یا سند نه دی وړاندې کړی او یوازې پر پاکستان تورونه لګوي، له همدې امله د پاکستان د ملي امنیت کمېټه به په دې اړه اړینې پرېکړې وکړي.
هندي چارواکو پاکستان د کشمیر پر سیلانیانو په برید کې پر لاس لرلو تورن کړی دی.