د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي به زر هندوستان ته سفر وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159630-د_ایران_خارجه_وزیر_عباس_عراقچي_به_زر_هندوستان_ته_سفر_وکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان رسنیو ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي نوي ډيلي ته سفر کوي.
(last modified 2025-05-02T23:19:46+00:00 )
May 03, 2025 02:53 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي  به زر هندوستان ته سفر وکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان رسنیو ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي نوي ډيلي ته سفر کوي.

د هندوستان رسنیو ادعا کړي ده چې د ایران خارجه وزیر راتلونکي اونۍ نوي ډیلي ته سفر کولای شي.

د هندوستان رسنیو زیاته کړه امکان شته چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر جی شنکر سره د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې د حملې په اړه خبرې وکړي.

څو ورځې وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي ویلي وو چې ایران د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د روغې جوړې لپاره مینځګړیتوب ته تیار دی.

د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې امن او ثبات غواړي او په همدې خاطر یې د هندوستان او د پاکستان ترمینځ د شخړې د ختمولو غوښتنه کړي ده.