هند او پاکستان يو بل له اوربنده په "سرغړونو" تورنوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i159972-هند_او_پاکستان_يو_بل_له_اوربنده_په_سرغړونو_تورنوي
زمونږ خبریال راپور راکړی هند او پاکستان یو پر بل تورونه لګولي چې د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته يې ترې سرغړونې کړې دي.
(last modified 2025-05-11T00:56:43+00:00 )
May 11, 2025 05:07 Asia/Kabul
  • هند او پاکستان يو بل له اوربنده په

زمونږ خبریال راپور راکړی هند او پاکستان یو پر بل تورونه لګولي چې د اوربند له اعلان څو ساعته وروسته يې ترې سرغړونې کړې دي.

دواړو هېوادونو له څو ورځنيو بريدونو وروسته د اوربند پر هوکړه سلا شوي. وروسته له هغه چې د هند تر ادارې لاندې کشمير کې د چاودونو غږونه واورېدل شول د هند د بهرنيو چارو وزير وېکرم مېسري وويل، "زموږ تر منځ چې کومه هوکړه شوې، پرلپسې ترې سرغړونې شوې دي".

له دې لږ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزات وويل، هېواد يې د "اوربند رېښتيني پلې کولو ته ژمن دی، که څه هم هند په ځينو سيمو کې سرغړونې کړې دي."

د پاکستان او هند تر منځ د تېرو څو ورځو نښتې په وروستیو څو لسيزو کې تر ټولو جدی نښتې بلل کېږي.

د ډرون او توغنديو بريدونه هغه مهال پیل شول چې هند د تېرې مياشتې په پای کې د پهلګام په بريد کې د وژل شويو کسانو د غچ اخيستو په موخه په پاکستان او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې مرکزونه په نښه کړل.

 پاکستان د پهلګام په بريد کې لاس لرل رد کړي دي.

د څلورو ورځو بريدونو وروسته هند او پاکستان پرون پر سملاسي او بشپړ اوربند سلا شول.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ پر ټولنيزه رسنۍ ټروت اعلان وکړ چې د پاکستان او هند تر منځ د اوربند هوکړه د امريکا په منځګړيتوب شوې ده.