پاکستان ګاونډی هیواد هند امنه ژوند کولو ته وروباله
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرون وویل اسلام اباد له هندوستان سره جنګ وګاټه او د سولې غوښتنه یې وکړه او هندوستان ته یې بلنه ورکړه چې د یوه امنه ګاونډي هیواد په توګه ژوند وکړي.
پاکستان په یو لړ مراسمو کښې د هندوستان پرضد په «بنیان المرصوص» عملیاتو کښې د اسلام اباد بریالیتوب ولمانځه.
پروني مراسم چې په اسلام اباد کښې د تشکر د ورځې په مناسبت وشول د لومړي وزیر شهباز شریف ، د وسله والو ځواکونو د مشرانو او د نورو پوځي او د حکومتي مشرانو په شتون سره وشول.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دغو دستورو کښې وویل مونږ د هندوستان پرضد جنګ وګاټه خو مونږ سوله غواړو.
شهابز شریف وویل مونږ خپل دښمن ته یو درس ورکړ خو مونږ یرغل غندو او زیاته یې کړه مونږ د دنیا دغه برخه په سخت کار ، کوششونو سره غواړو چې خوشحاله او ترقي یافته وي او د سوله ئیزو ګاونډیو په توګه ژوند وکړو.
د پاکستان لومړي وزیر وویل جنګ هیڅ مسله نه کوي بلکې نوره بې وزلۍ راولي ، بې روزګارۍ او نورو مشکلات رامینځته کوي.
شهباز شریف وویل هندوستان ته د جنګ درس دا و چې مونږ باید د امنه ګاونډیو په توګه د خبرو میز ته کینو او د جمو او کشمیر په شمول ټولې موضوعګانې حل کړو.
هغه وویل د دغو موضوګانو له حل کولو پرته زه فکر نه کوم چې په اوږد مهال کښې د دنیا په دغه سیمه کښې امنیت راشي.
شهباز شریف وویل که چیرې مونږ دایمي امن غواړو نو بیا مونږ د جمو او کشمیر او د اوبو د ویشلو د مسلو دایمي حل لارې ته ضرورت لرو.
