پاکستان: اسراییل نړیوالې سولې ته ګواښ دی
(last modified Wed, 25 Jun 2025 05:45:49 GMT )
Jun 25, 2025 10:15 Asia/Kabul
  • پاکستان: اسراییل نړیوالې سولې ته ګواښ دی

پارس ټوډې - د پاکستان دفاع وزیر صهیونیسټي رژیم د نړۍ سولې ته ګواښ وباله.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وویل: صهیونیسټي رژیم د اټومي وسلو په اړه ټول نړیوال معیارونه تر پښو لاندې کړي دي.

آصف زیاته کړه: "په تیرو کلونو کې، له هغه وخته چې موږ د اټومي ځواک په توګه پیژندل شوي یو، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې اړوندو قوانینو او مقرراتو په اړه مو په ډیر دقت سره چلند کړی دی. یوازینی هیواد چې اټومي ځواک لري او د اړوندو ادارو هیڅ قانون، مقررات، تړونونه یا معیارونه یې نه دي لاسلیک کړي اسراییل دی."

آصف وویل: "دوی د اټومي قدرتونو پورې اړوند نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي." د پاکستان دفاع وزیر ټینګار وکړ: "په دې برخه کې، باید وویل شي چې اسراییل د ټولې نړۍ د سولې لپاره ګواښ دی، مګر د لویدیځو هیوادونو لخوا له پامه غورځول کیږي."