پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۴۵ تنه مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i161748-پاکستان_کې_د_وروستیو_سیلابونو_له_امله_۴۵_تنه_مړه_شوي
پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له قوله راپور ورکړی چې د مونسوني بارانونو په پیلیدو سره سېلابونو راوتلو، په دغه هېواد کې ۴۵ تنه مړه کړي دي.
(last modified 2025-06-30T06:37:59+00:00 )
Jun 30, 2025 11:03 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې له قوله راپور ورکړی چې د مونسوني بارانونو په پیلیدو سره سېلابونو راوتلو، په دغه هېواد کې ۴۵ تنه مړه کړي دي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې په دغه شمېر کې ډېری تلفات د خیبر پښتونخوا دي.

د خیبر پښتونخوا په ۲۱ مړو کې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

اخوا د پنجاب صوبې په بېلابېلو سیمو کې تېره ورځ د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فاروق احمد ویلي، چې دغه مرګ‌ ژوبله د دیوالونو، چتونو، اعلاناتي لوحو یا ساین بورډونو د ړنګېدو او د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخو پوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ستره پېښه د لاهور ښار د شریف‌پورې سیمې په احمد ټاون شوې، چې یو کچه کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.

ويل‌کېږي، په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره مړه شوې او خاوند یې ټپي شوی دی.