له ایرانه زمونږ ملاتړ اصولي او له نړیوالو قوانینو سره سم دی
(last modified Thu, 10 Jul 2025 01:20:22 GMT )
Jul 10, 2025 05:50 Asia/Kabul
  •   له ایرانه زمونږ ملاتړ اصولي او له نړیوالو قوانینو سره سم دی

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري، ،  له  الجزیره خبری چینل سره په  مرکې کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ دوست، ورور او ګاونډی مسلمان هیواد دی چې له مونږ سره کلتوري ، اقتصادي ،سیاسی او دیني اړیکې لري.

پارس تودي - د پاکستان د پوځ ویاند په سیمې کې د کړکېچ د زیاتېدو په اوج کې د خپل هېواد د دفاعي وړتیاوو او ایټمي شتمنیو په بشپړ خوندیتوب په ټینګار سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ دوست او ورور  او ګاونډی هېواد دی او په وروستیو شخړو کې له ایران څخه زمونږ ملاتړ  له اصولي پالیسۍ او د ملګرو ملتو د منشور او نړیوالو قوانینو  په اساس ؤ او د غه ملاتړ ته د خپلو ملي ګټو او د   ښه ګاونډيتوب په اساس دوام ورکوو.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري، ،  له  الجزیره خبری چینل سره په  مرکې کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ دوست، ورور او ګاونډی مسلمان هیواد دی چې له مونږ سره کلتوري ، اقتصادي ،سیاسی او دیني اړیکې لري.  د ایران پر ایټمي تاسیساتو او د روغتونونو او پارکونو په شمول په عامو ځایونو تیري هیڅکله هم د  منلو وړ نه دي او  او د یوه هیواد په  پولو تیری او  په تیره بیا پر ایټمی تاسیساتو چې د  این پي ټي تړون او دایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  ترڅارنې لاندې وي،  په چورلټ ډول  له نړیوالو قوانینو سرغړونه او د یوه خپلواکه هیواد  پر مځکنئ بشپړتیا تیری دی .ټولو ته پکار ده چې د نورو د پولو احترام وکړي او تیریګر باید وغندل شي.