د امریکا ولسمشر ټرامپ پاکستان ته د تلو هیڅ پروګرام نلري
Jul 18, 2025 04:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا سپینې ماڼۍ پاکستان ته د ولسمشر ټرامپ د سفر په هکله په رسنیو کښې خپاره شوي خبرونه رد کړل.
سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا ولسمشر په اوس وخت کښې پاکستان ته د تلو هیڅ پروګرام نلري.
ځینو رسنیو پرون راپور ورکړی و چې د امریکا ولسمشر ټرامپ به د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په اتلسمه نیټه پاکستان ته ورشي او هلته به له سیاسي مشرانو او پوځي جنرالانو سره کتنې وکړي.
د پاکستان د خارجه وزارت د دفتر ویاند شفقت علي هم په دې اړه وویل چې زه اسلام اباد ته د امریکا د ولسمشر ټرامپ د سفر په هکله هیڅ اطلاع نلرم.
ټیګونه