د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:
ډېر ژر به د ایران د ولسمشر کوربه ووسو
-
اسحاق دار
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، سناټر محمد اسحاق ډار، ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوريت ولسمشر به ډېر ژر اسلامباد ته یو رسمي سفر ترسره کړي.
اسحاق ډار نیویورک ته د خپل سفر پر مهال له العربیه سره په خبرو کې وویل: « ټاکل شوې ده چې د ایران ولسمشر ډاکتر مسعود پزشکیان، ، پاکستان ته سفر وکړي، او هیله ده چې دا لیدنه د راتلونکي میاشتې (اګست) په پیل کې ترسره شي.»
هغه زیاته کړه چې پاکستان د سیمې د ستونزو د حل لپاره د هوښیارانه او دیپلوماتیک چلند پلوی دی، او له هغو هڅو ملاتړ کوي چې ایران سره د خبرو او د ټنشن د کمولو په لور روانې دي.
اسحاق دار وویل چې دی ، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي ، سره نږدې تماس لري او ټینګار یې وکړ چې ایران او پاکستان نږدې ګاونډیان دي، او د وروستیو پېښو، په ځانګړي ډول د ایران په اتومي تأسیساتو د برید، په وړاندې چوپ نه شی پاته کېدای.
نوموړي د صهیونیستي رژیم یرغلیز اقدامات او پر ایران باندې د امریکا بریدونه وغندله او وویل: «موږ نه شو کولای چې د یوې ناسمې کړنې پر وړاندې بېتفاوته پاتې شو، حتی که دا عمل زموږ د دوست او شریک هېواد له لوري ترسره شوی وي. زموږ دریځ دا دی چې سمه یا ناسم اقدام باید روښانه وښودل شي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: « د موجوده شرایطو د پای ته رسولو لپاره یوازینی حللاره ، دیپلوماسي او خبرې اترې دي، او موږ به د ښکېلو اړخونو ملاتړ او هڅونو ته دوام ورکړو.»
هغه زیاته کړه چې پاکستان د لوړ پوړو چارواکو په کچه هڅې کوي څو د سیمې د دیپلوماتیکو نوښتونو لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علی خان تېره اوونۍ ویلي، چې تهران او اسلامباد د لوړې سویې اړیکې لري او دواړه هېوادونه د ایران د ولسمشر، د پلان شوي سفر د نیټې په اړه په تماس کې دي.
هغه زیاته کړه:«ایران د پاکستان یو دوست او ورور هېواد دی، او موږ له دې هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو ژور ارزښت ته ژمن یو.»