د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر ولسمشر نه جوړیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ايي ایس پي ار(ISPR) مشر جنرال احمد شریف چوهدري وویل د پوځ د مشر فیلډ مارشل عاصم منیر د ولسمشر د جوړیدا په هکله خبرې بې بنیاده دي.
جنرال احمد شریف چوهدري د بریتانیا له «اکنامیسټ» مجلې سره په مرکه کښې د پوځ د مشر د ولسمشر د جوړیدا په هکله خبرې بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه د حق له جنګ وروسته په دې هکله سیاسي شننې هم ردوو.
هغه د هندوستان لخوا د پوځي برید په هکله د پاکستان لخوا د غبرګون په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کښې وویل مونږ به دا ځل د هندوستان له ختیځ څخه پیل وکړو او پیل به د هندوستان دننه په حملې سره وشي.
د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو د دفتر ایي ایس پي ار مشر جنرال احمد شریف چوهدري وویل هندوستان باید پوه شي چې هر په هر ځاې کښې وژل کیدلای شي.
د ویلو ده څه موده کیږي په ټولنیزو رسنیو باندې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د څنګ کولو او د هغه پرځاې د پوځ د مشر عاصم منیر د کیناستلو په هکله اوازې روانې دي.
په دې هکله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د ولسمشر ، لومړي وزیر او د پوځ د مشر په نښه کولو د کمپاین شاته څوک دي مونږ دا کسان پیژندو او په دې هم پوهیږو چې دغه خبرې ولې کیږي او ګټه یې چا ته رسیږي.
دغه راز د پاکستان د پیپلز ګوند یوه مشر «نیر بخاري» د ولسمشر اصف علي زرداري د لیرې کولو په هکله اوازې رد کړې او ویې ویل زرداري د هیواد منتخب ولسمشر دی او د هغه پرضد اوازې هیڅ حقیقت نلري او د اوازو خپرونکي باید د پاکستان په اساسي قانون پوه شي او زیاته یې کړه د پیپلز ګوند له ملاتړ پرته حکومت اصلا اداره کیدلای نشي.