پاکستان: ایران په سیمه کښې د صلحې او ثبات مهم عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i163274-پاکستان_ایران_په_سیمه_کښې_د_صلحې_او_ثبات_مهم_عامل_دی
پارس ټوډی - د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ مهم ګاونډی او په سیمه کښې د صلحې او ثبات لپاره یو بنیادي عامل دی.
(last modified 2025-08-09T00:59:27+00:00 )
Aug 09, 2025 05:27 Asia/Kabul
  • د پاکستان د خارجه وزارت ویاند « شفقت علي خان»
    د پاکستان د خارجه وزارت ویاند « شفقت علي خان»

پارس ټوډی - د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زمونږ مهم ګاونډی او په سیمه کښې د صلحې او ثبات لپاره یو بنیادي عامل دی.

پارس ټوډی د ایرنا په حواله خبر ورکړی چې « شفقت علي خان» له خبریالانو سره په خپلې اونیزې غونډې کښې پاکستان ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د وروستي سفر په هکله زیاته کړه: ایران او پاکستان په سوداګري، کلتوري، سرحدي او د ولسي اړیکو په برخو کښې ښې او بډایه اړیکې لري او دا د دواړو هیوادونو د تعاملاتو د ورورولۍ نښه ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند شفقت علي خان د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژيم د تیري ګرۍ د سختیدو په هکله هم ټینګار وکړ چې د اسرائيلو خلاف د پاکستان دریځ بیخي اصولي او څرګند دی او اسلام آباد به هیڅکله اسرائیل په رسمیت ونه پیژني.